داشغال تر بيرغ لاندي دافغان ملي شتمنيو برخه ليک
انجنيرسيد عبدالقادر انجنيرسيد عبدالقادر

   ۱۰ ــ ۴ ــ  ۲۰۱۳

په دې حقيقت باندي  پوهيږو چی دامريکا تر استعماري اشغال لاندي دبهرنيو کړيو،افغان ګوډاګي رژيم دواکمنانو اوددوي د هم ګټو نوکرا نو په زريعه افغان ملي  فرهنګ ( مادي او معنوي  شتمني ) دچور،  چپاول او تباهي سره مخامخ ده ۰

دهر استعماري اشغال اصلي مخه د مادي شتمنيو چورول دي او دي ناروا مخي ته درسيدو له پاره لومړي  دسياسي ډيپلوماتيکي لاري او که نه بيا دپوځي زور (اشغال ) په پايله کي غواړي  خپلو مخو ته ځانونه ورسوي ۰ چی متاسفانه نن افغان غيور ولس دداسي يو نړيوال استعماري ځواک سره لاس او ګريوان دي ،  چی په پايله کي هره ورځ د افغان ولس ومخ ته دهم دې بهرنيو او کورنيو جنايتکارو کړيو له خوا بشري او اقتصادي جنايتونه تر سره کيږي ۰

ما غوښتل چی په دي ليکنه کي دافغان ملي شتمنيوهغه  لويه برخه چی معدنونه  جوړوي ، دخپلو امکاناتو په نظر کي نيولو سره  يوه مستنده ليکنه  ومحترمو لوستونکو ته وړاندي کړم ۰ ولي دنيکه مرغه د ( ۸ صبح ) ورځپاڼي او ويب پاڼي له طرفه د(معادن افغانستان تاراج ميشود ) تر سر خط لاندي  دوطن دوستي دستر احساس له مخي ددې ورځپاڼي مشرتابه پس له دوومياشتو  ډير زيار او زحمت په پايله کي وکړايسواي ،  چی خپلو وطنوالو ته دافغان ګوډاګي رژيم يو شمير  هغه اقتصادي جنايتونه چی يوازي  دمعدن په وزارت کښي دهم دې وزارت  دوزير وحيدالله شهراني ،  دده دځانګړي ګروپ او بهرنيو کړيو له خوا تر سره سوي دي په مستند ډول دکمپوترپه نولسو ( ۱۹ )  صفحو کي خپلو وطنوالو ته په ګوته کړي ۰  زه هيله مند يم  چی ټول هغه افغان  سياسي ګوندونه، اجتماعي سازمانونه ، مستقل سياسي کارپوهان  او په مجموع کي ټول روشنفکران چی افغان ملي ګټو ته ځانونه  ژمن بولي ،  بايد داليکنه چی دحمل پر( ۱۱) مه نيټه يي ونشر ته سپارلي ده ،  په دقت ولولي ۰  او ددې جناياتو دافشا کولو  له پاره نه يوازي بايد  خپل ږغ پورته کړي ،  بلکه ددې جناياتو دمخنيوي له پاره بايد ټول سیاسي ملي سازمانونه او دمدني ټولنو غړي ددې ملي هدف له پاره  سره يوځاي سي ،  څو  ددې چپاول مخه ونيول سي ۰ لازمه ده چی دا سياسي او اجتماعي ټولني  په دې اړوند دمسلکي ،  سياسی کارپوهانواونورو روشنفکرانوګډ  سمينار جوړاوددې لويي ملي سرمايي دساتلو له پاره يو دقيق ميکانيزم وملګرو ملتونو او افغان چارواکو ته وسپاري  او دضرورت پر وخت پر ټول افغان ولس باندي ږغ وکړل سي چی ددې چپاول په مخ نيوي کي ددوي لاس نيوي وکړي او  په دي لاره کي بايد ټوله ددې جنايتکارانو  په وړاندي مقاومت  وکړو ،  پري نږدوچی د افغان ملي شتمنيو دا وروستني سنګر اوهستي دلاسه ورکړو۰ اشغالګرو او ګوډاګي رژيم ته بايد خبرتيا ورکول سي  چی دافغان ملي شتمنيو پلورل او ليلامول هيڅ نوع مشروعيت او قانونيت نه لري ، ددې صلاحيت يوازي دافغان ولس او يا ددوي  دريښتينو استازو سره دي ۰ چی متاسفانه په اوس مهال کي افغانستان اشغال او ولس په دولتي چارواکو کي هيڅ استازي نه لري  ۰ځکه نو داشغال تر ماتي وروسته نوي لنډ مهاله دولت اويا  منتخب دولت به  ټول هغه قراردادونه چی دافغان ملي ګټو سره په تقابل کي قرار لري بايد فسخه او عاملين يي عدلي محکمي ته  وسپاري۰دلته  ديادولو وړ خبره داده چی دمعدن پخواني وزير انجنير محمد عادل د ۱۳۸۸ کال دجدي پر دوه همه ديوي پروژي دافتتاح کولو پر وخت دافغانستان دمعد نونو  داستخراج په اړوند داسي  ويلي وه  : نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق هلي ځلي کوي چی دافغانستان معدنونه  ددوي دهيلو او مقرراتو سره سم نړيوال بازار ته وړاندي سي ۰ چی په دې اړوند  ماته نن هم ددوي ايميلونه رارسيدلي دي ۰ زه دافغانستان دولت ته خبر تيا ورکوم که دافغانستان معد نونه  ددوي دمقرراتو سره سم افغان چارواکي  بازار ته وړاندي کړي  ، او هم په دې اړوند  دخصوصي سکتور مخه ونه نيول سي ،  نو افغان ولس به پس له لسو کلونو څخه دافريقايي هيوادونو په څير وږي تږي او هر څه به نړيوالو اود  خصوصي سکتورونوغلو ځيني وړي وي ۰  يعني دا ولس به پر خالي ميدان پاته وي۰  انجنير عادل ددې څرګندونو نيژدي يوه مياشت وروسته ددندي څخه ليري او پر ځاي يي دغربي استخباراتو سره تړلي غير مسلکي شخص وحيدالله شهراني چی ويل کيږي د صلاح الدين رباني دخاله زوي هم دي ، په داسي وخت کي دمعدن دوزير په توګه وټاکل سوو چی پلاري هم داوقافو دوزير په توګه دنده اجرأ کوله ۰ ځکه نو معلوميږي چی دا کورني دغربي نړي د استخباراتواو کورنيو اقتصادي جنايتکارانو  سره څونه نيژدي اړيکي لري ۰ چی داسي يو  بي تجربه ، غير مسلکي کس د دغسي يو حساس اقتصادي وزارت په رأس کي ټاکل کيږي ،  چی نيژدي دافغان ولس راتلونکي ښه او بد ژوند د  هم دې وزارت په معد نونو (  تر مځکي لاندي زيرمو )  پوري مستقيم پيوند لري ۰ دا ځکه چی دافغانستان دمعدنونو نيژدي اټکل سوي ارزش د ( ديرشو تريلونو ډالرو ) پوري تخمين سوي دي ۰او دځينو رسنيو له مخي زموږ په وطن کي  د ( ۱۴۰۰ ) معدنونو دشتون خبرورکول سوي دي ۰متاسفانه تر  اوس مهاله پوري بيا هم  تر  دوه سوه ډير معدنونه دهم دې وزارت دچارواکو له خواه دډيرو ښکاره درغليو سره ديو شمير بهرنيو او کورنيو اقتصادي جنايتکارانو په لاس کي ورکړل سوي دي ۰ په داسي حال کي چی   د کابل دپوليتخنيک دجيالوجيستانوله نظره دافغانستان په معدنونو کي  دمندليف دجدول ټول عنصرونه  شتون لري ۰چی ويلايسو دنړي په هيڅ ګوټ کي دداسي زيرمو څخه ډک بل مملکت شتون نه لري ۰ او داسي ويل کيږي چی مجموعي ارزش يي شايد تر پورتني رقم  هم ډير وي ۰ دآزادي دراډيو د ( ۵ــ ۸ ــ  ۲۰۱۰ ) نيټي په حواله  دامريکا ددفاع وزارت دڅرګندونو له مخي افغانستان  د ليتيوم دشتون  له کبله  دونه داهميت وړدي لکه عربستان چی دتيلو له کبله اهميت لري  ۰په داسي حال کي چی دډيرو قيمتي معدني زيرمو تر څنګ  ديورانيومو څو معدنونه دهلمند د ولايت دخانشين په ولسوالي کي په پراخه اندازه شتون لري ، متاسفانه چی دامريکايي او انګليسي يرغلګرو خپله پوځي اډه هلته جوړه کړي او پردې ملي معدنونو باندي يي لاسونه راګرځولي اوديوي لسيزي راهيسي  دا معدنونه د چور او چپاول سره مخامخ دي ۰ چی نيژدي څلور کاله مخکي  يو ځل دامريکايي او انګليسي قواوو تر منځ دهم دې معدنونو پر سر باندي ځيني سياسي شخړي رامنځ ته چی په پايله کي دهلمند والي انجنير داود تبديل سوو۰  څو مياشتي مخکي ما په  يوه ليکنه کي دمعدنونو تخميني ارزش په هکله   دځینو معلوماتونو پر اساس پورتني رقم ليکلي وو۰ ولي دنيکه مرغه ښاغلي کرزي په تيره اوني کي په قطر کي دهغه ځاي دتجارانو سره دخبرو پر مهال  دافغانستان دمعدنونو دارزش په هکله هم د( ديرشو  تريلونه ډالرو)  تائيد وکړ ۰ ځکه نو اشغالي واکمنانو ته نه يوازي په دې منطقه کي د( هند، چين ، روسيي ) اقتصادي محاصره اود مرکزي ا سياه اقتصادي زيرمو ته رسيدل ددوی  داقتصادي او نظامي ستراتيژي يوه برخه جوړوي  ، بلکه په خپله ګټه  د افغانستان د اقتصادي زيرمو تخليه هم ددوي دستراتيژي عمده اړخ تشکيلوي ۰يرغلي ځواکونو واکمنان غواړي چی  دتروريزم ،  مخدره موادو سره دمبارزي او ډموکراسي دپولي کولو تر نامه لاندي داشغال پروسه اوږده کړي ،  څو وکړايسي چی افغانستان داقتصادي زيرمو څخه خالي او  دايرغمل ولس د يو شمير افريقايي هيوادنو په څير وږي او تږي پر خالي ميدان پريږدي ۰ ځکه نو دمعدنونو وزير بايد ددوي داستخباراتو ډير نيژدي غړي وي ۰ لکه پرعراق باندي دامريکا د پوځي يرغل پر وخت چی ټول وزارتونه يي بيله د نفتو وزارت څخه  تر هوايي  بريد لاندي راوستل ۰ په عراق کي امريکاته دنفتو وزارت داسي  داهميت وړ وو، لکه  په اوس مهال کي چی  دافغانستان  دمعدنونو وزارت دوي ته داهميت وړدي ۰بايد ووايو دمعدن په وزارت کښي شهراني دتقرر دلومړيو ورځو څخه خپلوغير قانوني هلو ځلو ته شروع وکړه او په غبرګون کښي يي سم دلاسه نيژدي لسو با تجربه مسلکي رئيسانو او  انجنيرانود وزير دغير قانوني او ملي ګټو ضد کارونوله کبله په جمعي ډول د  اعتراض په توګه استعفا وکړه ، چی په هغه وخت کي ددوي دا جمعي استعفا ږغ  دآريانا دټلويزيون له لاري هم  خپور سوو ۰څو مياشتي  وروسته بيا مسلکي  معين يي  هم دوزير دغير قانوني کړنو له کبله  استعفا وکړه ۰چی په پايله کي  دوزيرو اقتصادي جناياتوته ميدان خالي پاته سوو ۰ او دې مسلکي وطنپالو انجنيرانو د ۶ ــ ۱ ــ ۱۳۸۹ نيټي باندي يو سر خلاصي ليک دجمهوري رياست ، دفساد پر ضد دمبارزي دعالي اداري او دپارلمان ددواړو مجلسونو دشکايتونو دکميسون پر نامه ور ليږلي دي او په دې ليک کي دوزير غير قانوني کړني ، دمسلکي پوهي نشتوالي ، دوزارت دمنسوبينو تهديد، تحقير، تعقيب ،  اذيت او هم دغير مسلکي او بي تجربه ګروپ دځاي پر ځاي کيدو په هکله  او په راتلوونکي وختونو کي ددې ګروپ په زريعه دمعدنونو چور او چپاول ددې ليک  اصلي متن جوړاوه ( ۸ ــ صبح ) ۰ معلومه خبره ده چی د جمهوري رياست واکمنانو ولي تر دې مهاله  ددې ليک په هکله  هيڅ ډول غبرګون نه دي ښکاره کړي ۰ دا ځکه چی ددې ليک په لوستلو باندي به يي حتمأ ډیرخندلي هم وي ۰ او خپل تر منځ به يي سره ويلي وي چی دا انجنيران لا تر اوسه نه پوهيږي چی موږ داشغالي ځواک سره دڅه دپاره راغلي يو، او دا زموږ اصلي مخه ده چی په وطن کي چور او چپاول مخ ته ولاړ سي ۰  دولسي جرګي د  طبعي منابيعو او چاپيريال دکميسون غړي ګل پاچاه مجيدي هم  وايي چی : دمعدن دوزارت مسؤلين داداري فساد او معامله ګري له پاره ډول ډول مشاورين مقرر کړي دي ، چی اکثره مشاورين يي دهغو کمپنيو استازي  هم دي چی دوطن پر ځينو معدنونو يي هم پانګه اچونه  کړي ده ۰ بايد وويل سي چی ددې وزارت بهرني او کورني چارواکي  دنورو اقتصادي جناياتو تر څنګ په دونه لوړه کچه مياشتني معاش اخلي چی دنړي په هيڅ ګوټ  کي شتون نه لري ۰ دبيلګي په توګه مارک نسبيت چی يو امريکايي دي دحقوقي مشاور په توګه دمياشتي ۱۰۷۵۲۰ ( يوسلو اوه زره پينځه سوه او شل ) امریکايي ډالره او بل امريکايي مشاور يي ۴۹۷۲۸ او کاناډايي مشاور يي ۵۵۰۰۰ ډالره او نور بهرني مشاورين يي هم ۴۹۰۰۰ ډالرو پوري مياشتني معاش لري  اوتر څنګ يي  دوه تابعيته مشاورين تر لس زرو  امريکايي ډالرو ډير معاش اخلي ۰ دبيلګي په ډول عتيق صديقي ( ديرش زره ډالره ) اوبل مشاور ويس شيردل يي  ( ديارلس زره پينځه سوه امريکايي ډالره ) بيله ماليي ورکولو څخه دمياشتي اخلي ۰اودواړه دامريکايي تابيعت لرونکي دي ( ۸ ــ صبح ) ۰ دلته  به په لنډه توګه  دآمو سيند دتيلو دحوزي دقرارداد  په هکله يوڅه وليکو  : دآمو دسيند دتيلو ( سرپل ، جوزجان ، فارياب )  حوزه يوه دهغو پينځو حوزو څخه ده چی دمملکت په ځينو برخو کي شتون لري ، لکه د کندوز او تخارد سيمي حوزه دهرات دتيرپل حوزه ، دهلمند دنفتو حوزه ، دکټواز دنفتو حوزه  ۰په دې سيمو کي  دځينو بهرنيو او کورنيو رسنيوپه حواله نيژدي تر ( دوه ميليارده بيلره ) دنفتو زخيري شتون لري ۰ دا په داسي حال کي چی په ټول مملکت کي لا تر اوسه د معدنونو په هکله پوره تحقيقاتي  معلومات نه دي تر سره سوي ۰ دآمو دسيند دتيلوقرارداد چی  در غليو څخه ډک  قرارداد بلل کيږي ،  دچين د يوه ملي شرکت ( سي ان پي سي ) اود(  وطن ګروپ ) دشرکتونو سره د ۲۰۱۱ په دسمبر کي د۲۵ کلونو له پاره دمعدن دوزير له خواه په داسي حال کي  امضأ سوو چی دافغان دولت به سلو کي ( ۱۵ ) او مقابل شرکتونه په سلو کي ( ۸۵ ) ګټه تر لاسه کوي ۰ دقرارداد څخه څو مياشتي وروسته په ځينو رسنيو کي دکرزي دکورنۍ نوم په داسي حال کي اخستل کيدي چی په دې قرارداد کي ددولت  په لوړه سطح درغلي سوي دي ، دا ځکه چی د( وطن ګروپ ) شرکت مالکان چی رشيد او راتب پوپلزي نوميږي دکرزي دکورنيو څخه شميرل کيږي چی د ديلي تيلګراف د ورځپاڼي ( جون د۲۰۱۲ ) نيټي  په حواله دغه دوه تنه دمخدره موادو دقاچاق په تهمت نهه کاله په نيويارک کښي بند تيرکړي دي ( دآزادي راډيو ۲۶ــ ۶ ــ ۲۰۱۲ ) ۰ ځکه نوپه هغه وخت کي  کرزي دسپيناوي له پاره دامريکا او برتانيا سفيران راين کراکر او ريچارد ستګ دملاقات له پاره ځان ته وبلل ۰ او دواړو سفيرانو کرزي ته وويل چی دآمو دسيند دتيلو په قرارداد کي کومه درغلي نه ده سوي ۰ او هم دواړو سفيرانو وويل چی ددې تړونونو پروخت ددوي متخصيصين موجود وه نو ځکه کومه تيروتنه يا درغلي پکښي نسته ۰ دامريکا او برتانيي حکومتونو ددې قراداد جريان په مطمين ډول تفتيش کړي دي ۰ دنيويارک ټايمز ورځپاڼه بيا په دې اړوند ليکي چی ددولتونو تر منځ داسي اړيکي معمول نه لري چی يو حکومت دبل مملکت دخلګو دانتقادنو په وړاندي دهغه حکومت حمايت وکړي ، ولي دامريکا متحده ايالاتو دا کار تر سره کړ ۰ چی دورځپاڼي مقصد دپورتنيو دوو سفيرانو څخه دي چی دکرزي ملګرتيايي وکړل ۰ که دسفيرانو  پورتنيو څرګندونو ته په لږ دقت توجو وکړو څونه دحقيقت څخه ليري او د افغان ولس په وړاندي څونه دچل او چم څرګندوني دي ۰ دا ځکه چی ټول دفساد او چل و چم منشا هم دغه يو شمير بهرني سفارتونه او ددوي متخصيصين دي ۰بله دپام وړ خبره داده چی څنګه  کيدلايسي چی افغان ملي شتمنيو دپلورولو دشفافيت تصديق دي ديرغلي ځواکونو دحاکميتونو دسفيرانو څخه وغواړي نود کرزي  دا کړنه دا  تصديق کوي چی کرزي بايد ووايي چی وطن مو اشغال دي اودوطن هره شتمني ددوي په لاس کي ده ۰  دخندا وړ خبره  داده چی د معدنونو وزارت دوطن ګروپ پر قرارداد باندي سترګي پټوي او وايي چی دا قرارداد مو يوازي دچين دملي شرکت سره کړي دي ، دا ځکه چی دوي غواړي  په نوموړي پروژه کي  دلوړو چارواکو دفساد پر شتون باندي پرده وغوړوي ۰بايد وويل سي چی  دتيرکال په وروستيو کي د ( فارن افيرز ) بهرنيو چارو مجلي دخليل زاد يوه مقاله خپره کړي وه ۰  مجله ليکي ،  چی خليل زاد او زوي يي دآمو دسيند دتيلوپه اړوند دچين د تيلو دملي شرکت پر کاميابي احتجاج کړي وو۰ دا مجله وايي چی خليل زاد او زوي يي د ( ګريون پا رټنرز) په نامه دتيلو يو شرکت لري ۰ مجله ليکي کوم وخت چی چينايی شرکت دا پروژه وګټله دخليل زاد او زوي نيوه کي دامريکا پر دفاع وزارت ډيري سولي ۰ چی ولي امريکايي شرکتونوته لومړيتوب نه ورکول کيږي او له دغه وزارت څخه يي وغوښتل چی امريکايي شرکتونه پر نورو غوره وګڼل سي ( بي بي سي ) ويب پاڼه  ۰ دامريکايي چارواکو دا څرګندوني ښکاره په ګوته کوي چی د افغان ملي شتمنيو دليلام  پرسر باندي په څونه بيشرمانه ډول  دافغان ولس په پټه معاملي تر سره کيږي ، اوهر ګوډاګي کوښښ کوي چی دامريکا تر يرغلي بيرغ لاندي  دملي شتمنيو په دې ليلام او غنيمت کي  خپل  جيب ، د کورنيو او ډلي  جيبونه  ډک کړي ۰   

۰ ويل کيږي چی دآمو سيند دحوزي يوازي دنفتو قيمت ( لس نيم ميليارده ) ډالره تخمين سوي دي  او په ډير کم مصرف باندي کيدلايسي استخراج سي ۰ دمعدن دوزارت د پخواني معين ښاغلي ( غياثي ) دخبرو په حواله چی وايي په پورتنيو نفتو ساحو کي مخکنيو دولتونو په ميليونو ډالرو په مصرف باندي ساحي کشف کړي اوارزش يي  محاسبه  کړي دي ۰ ولي دمعدن وزارت پورتني کار د قرارداد پروخت هيڅ په نظر کي نه دي نيولي ۰ دمعدن پخواني وزير ښاغلي انجنير عادل هم داسي وايي هغه دنفتو او ګازو معدنونه چی مخکي کشف سوي بايد په قرار داد کي په سلو کي (۸۰ ) ګټه دولت واخلي او په سلو ( ۲۰ ) مقابله کمپني تر لاسه کړي ولي هغه معدنونه چی کشف يي نه وي تر سره سوي دمعدن دحجم په نظرکي نيولو سره بايد په سلو کي ( ۵۰ ـــ ۶۰ ) پوري ګټه دولت واخلي ۰افغان ملي ګټو ته ژمن کار شناسان لکه داولسي جرګي د طبعي منابعو دکميسون غړي قربان علی ( کوهستاني ) هم  په دې نظر دي چی دآمو دسيند دتيلواستخراج کار دولت بايد  پرخپله غاړه اخستي واي،او هم لومړي   بايد دتيلو دتصفيی دستګاوی جوړي سوي واي ( ۸ ـــ صبح ) ۰ بايد  ووايو چی  ګوډاګي رژيم ته  دورکړل سوي امپرياليستي پاليسي له مخي غواړي دملت ټوله شتمني دبهرنيو او يو شمير کورنيو اقتصادي جنايتکارانوتر منځ تقسيم او دا ولس پس له څوکلونوپرخالي ميدان باندي پريږدي ۰ دتير کال په وروستيو کي د فارن پاليسي په ورځپاڼه کي ليکل سوي وه ۰ چی دافغانستان دمعدنونو دعايداتو له پاره بايد يو جلا صندوق جوړ کړل سي ، ددې صندوق اداره کوونکي بايد کاملآ  مستقل غير سياسي او دهر ډول سياسي نفوذ څخه ليري وي ۰ دا کسان بايد دمسلکي پوهي خاوندان وي او ټول حسابونه بايد په شفاف ډول د کنترول پر وخت وښودلايسي ۰او دصندوق ټوله عايدات بايد معلوم او هر کال ددولت بوديجي ته انتقال سي ۰  په داسي حال کي چی افغانان دخپلو معدنونو په هکله فکرونه وهي بايد دا پورتني اصول په نظر کي ونيول سي ۰ متاسفانه چی نړي په اوس مهال کي دډيروداسي  مملکتونو څخه ډکه ده ددې پر ځاي چی دا عايدات خلګو ته خوشبختي او ښه ژوند راولي ولي دا پيسي په ځينو خاصو جيبو کي لويدلي دي ، او خلګو ته مصيبتونه په وجود راوړي او دخلګو ژوند يي له منځه وړي دي ۰ افغانستان چی په اوس مهال کي دډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي نو ددغو  طبعي منابيعوعايدات بايد دي مملکت ته بدبختي رانه ولي ۰

 دحاجيګک دمعدني زيرمو په هکله په لنډه ټوګه بايد ووايو چی :  دا معدن نيژدي ( دوه ميلياره ټنه ) داوسپني ذخيره لري چی ترپروسس وروسته ناخالص ارزش يي تر يو تريلون ډالرو ډير تثبيت سوي دي ۰ دځينو مسلکي کار پوهانو له نظره که  يوازي دا معدن دملي ګټوپه نظرکي نيولو سره يي قرارداد تر سره سي ، تر دوو پيړيو پوري به هرکال دهم دي معدن څخه ( پينځه ميليارده ډالره ) ددولت دبوديجي سره يو ځاي کيږي ۰ په داسي حال کي چی د افغانستان کلني ، عادي او انکشافي بوديجه تر( ۵ ميليارده )  کمه ده ۰  دمعدن وزارت د۲۰۱۱ کال نومبر په ۲۸ مه دهندي او کاناډايي شرکتونو سره يي قراردادونه امضآ کړل چی دافغانستان دولت به  په متوسط ډول په سلوکي ( پينځه اشاريه پينځه ) او مقابل شرکتونه په سلو کي ( ۵ ٫ ۹۴ ) ګټه تر لاسه کوي ( ۸ صبح )  ۰ چی دا نو په حقيقت کي ستر ملي خيانت بلل کيدايسي ۰  ددې معدن په هکله داقتصادي جنايتونو پوره تفصيل لطفأ د ( ۸ صبح ) په ويب پاڼه کي ولولي ۰

                                                                                                                              تمت باالخير

 


April 10th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات